کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یورو زون یونان ته د مالي مرستې په اړه موافقې ته ورسېدل

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 حوت 1390 ساعت 11:49

په بروکسل کې په دې خبرواترو کې شامل دیپلوماتان وايي چې د دې توافق پر جزییاتو له څه باندې دولس ساعته خبرو وروسته لاهم کار روان دی.


ویل کېږي، چې په یورو زون کې د شاملو هېوادونو د مالیې وزیران د یونان د دېوالیه کېدو د مخنیوي لپاره دې هېواد ته د ۱۳۰ میلیارده یورو په ارزښت د مالي مرستې په اړه موافقې ته ورسېدل.

په بروکسل کې په دې خبرواترو کې شامل دیپلوماتان وايي چې د دې توافق پر جزییاتو له څه باندې دولس ساعته خبرو وروسته لاهم کار روان دی.

یونان له پنځه کاله پرله پسې اقتصادي بحران وروست، له خپل ناخالص کورني تولید څخه یوسلو شپېته فیصده زیات پوروړی دی.

د یونان پارلمان د اروپايي ټولنې د دې اقتصادي مرستې په بدل کې د ۳،۲ میلیارده یورو په ارزښت د سپما اقدامات او یولړ نور اصلاحات تصویب کړل څو د دې هېواد اقتصاد په پښو ودروي.


د مطلب کود: 36475

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/36475/یورو-زون-یونان-ته-د-مالي-مرستې-په-اړه-موافقې-ورسېدل

آوا
  https://www.avapress.com