کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

څلور تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول

افغان غږ آژانس(آوا) , 15 حوت 1390 ساعت 9:59

د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، ننګرهار ، کندهار او بادغیس ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول


څلور تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول، یوتن ټپی او څلور تنه یی دملی پولیسو له لوری ژوندی ونیول شول

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، ننګرهار ، کندهار او بادغیس ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول ، د یادو عملیاتو په لړ کي څلور تنه ددولت وسلوال مخالفین ووژل شول، یوتن ټپی او څلور تنه یی دملی پولیسو له لوری ژوندي نیول شوی دي .

په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې اوجنګې مهمات چی ۲۵ میله بیلا بیل ډوله وسلي، دوه قبضی راکټ اچونکې، دوه قبضی لاسی بمونه ، دوه کړی ماینونه ، ۱۰۷۱ کیلوګرامه امونیم نایتریت ،۲۸ ډزه ددرنو وسلومرمی ،۱۳۹۵ ډزه د سپکو وسلو مرمی او ۱۳۴ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.

دیادونی وړده چی ملي پولیسو تېره ورځ ۷ کړی د وسایطو ضد ماینونه چې د افغانستان دخلکو د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د کونړ ، خوست ، پکتیا او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې کړی وو کشف او شنډ کړل.


د جنائی جرمونوپر وړاندې مبارزه

همدا شان تیره ورځ دکا بل د۱۰۱آسمایی زون ملي پولیسو ۱۱ تنه د سړی وژنی او غلا کولو په تړاو دکابل ښار د دریمې ،څلورمې، پنځمې او شپږمې امنیتی حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دا مهال د پولیسو د څیړنو لاندې دي.


د مطلب کود: 37361

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37361/څلور-تنه-د-دولت-وسلوال-مخالفین-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com