څلور تنه د دولت وسلوال مخالفین ووژل شول، یوتن ټپی او څلور تنه یی دملی پولیسو له لوری ژوندی ونیول شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۷ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د کابل ، ننګرهار ، کندهار او بادغیس ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول ، د یادو عملیاتو په لړ کي څلور تنه ددولت وسلوال مخالفین ووژل شول، یوتن ټپی او څلور تنه یی دملی پولیسو له لوری ژوندي نیول شوی دي .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې اوجنګې مهمات چی ۲۵ میله بیلا بیل ډوله وسلي، دوه قبضی راکټ اچونکې، دوه قبضی لاسی بمونه ، دوه کړی ماینونه ، ۱۰۷۱ کیلوګرامه امونیم نایتریت ،۲۸ ډزه ددرنو وسلومرمی ،۱۳۹۵ ډزه د سپکو وسلو مرمی او ۱۳۴ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.
دیادونی وړده چی ملي پولیسو تېره ورځ ۷ کړی د وسایطو ضد ماینونه چې د افغانستان دخلکو د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د کونړ ، خوست ، پکتیا او هرات ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې کړی وو کشف او شنډ کړل.
د جنائی جرمونوپر وړاندې مبارزه
همدا شان تیره ورځ دکا بل د۱۰۱آسمایی زون ملي پولیسو ۱۱ تنه د سړی وژنی او غلا کولو په تړاو دکابل ښار د دریمې ،څلورمې، پنځمې او شپږمې امنیتی حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دا مهال د پولیسو د څیړنو لاندې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)