په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د ۱۰ ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې د ننګرهار ، کندز ، کندهار ، هلمند ، زابل ، میدان وردک ، لوګر ، هرات اوفراه ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره شول ، د یادو عملیاتو په لړ کي څلور تنه ددولت وسلوال مخالفین ووژل شول، یوتن ټپی او ۸ تنه یی دملی پولیسو له لوری ژوندي نیول شوی دي .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلې اوجنګې مهمات چی ۲۵ میله بیلا بیل ډوله وسلي، یو قبضه راکټ اچونکې، ۸ قبضی لاسی بمونه ، ۱۱ کړی ماینونه ، یومیل پیکا ،۱۰ عدده شاژورنه،دري پایی مخابری، ۲۶۶ کیلوګرامه چاودیدونکې توکې،۵۰ کیلوګرامه کیمیاوی مواد ،۱۱۹ کیلوګرامه چرس ، ۸ کیلوګرامه تریاک او دوعرادي موټر شامل دي دهیواد ملي پولیسو لاسته لویدلي دي.
دیادونی وړده چی ملي پولیسو تېره ورځ دوه کړی د وسایطو ضد ماینونه چې د افغانستان دخلکو د دښمنانو لخوا د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه د کونړ اوپکتیکا ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې کړی وو کشف او شنډ کړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)