کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بریتانیا او د امریکا ولسمشران د افغانستان په اړه په واشنګټن کې غونډه کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 24 حوت 1390 ساعت 9:58

دواړو مشرانو ویلي دي، چې دوی به په افغانستان کې له برتانوي او امریکایي پوځیانو څخه افغانانو ته د مسوولیتونو د انتقال په ګډون، له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وکړي.


د برتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو په مقصد پرون واشنګټن ته ورسید. تمه ده چې دواړه مشران به نن افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما او صدراعظم کامرون د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې د خپلو نظریاتو په یوه ګډه مقاله کې لیکلي دي، چې په سپینه ماڼۍ کي د دوی د چهارشنبې ورځې خبرې به په شیکاګو ښار کي د ناټو د می میاشتې د سرمشریزې له تیاریو سره مرسته وکړي.

دواړو مشرانو ویلي دي، چې دوی به په افغانستان کې له برتانوي او امریکایي پوځیانو څخه افغانانو ته د مسوولیتونو د انتقال په ګډون، له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وکړي.

دوی همداراز ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان به بیا د القاعده شبکې د وسله والو پر ځاله نه بدلیږي.


د مطلب کود: 37962

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37962/د-بریتانیا-او-امریکا-ولسمشران-افغانستان-په-اړه-واشنګټن-کې-غونډه-کوي

آوا
  https://www.avapress.com