دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 37962
د بریتانیا او د امریکا ولسمشران د افغانستان په اړه په واشنګټن کې غونډه کوي
دواړو مشرانو ویلي دي، چې دوی به په افغانستان کې له برتانوي او امریکایي پوځیانو څخه افغانانو ته د مسوولیتونو د انتقال په ګډون، له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وکړي.
د برتانیا صدراعظم ډېوېډ کامرون د امریکا له ولسمشر بارک اوباما سره د خبرو په مقصد پرون واشنګټن ته ورسید. تمه ده چې دواړه مشران به نن افغان امنیتي ځواکونو ته د مسولیتونو د انتقال په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما او صدراعظم کامرون د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په پرونۍ ګڼه کې د خپلو نظریاتو په یوه ګډه مقاله کې لیکلي دي، چې په سپینه ماڼۍ کي د دوی د چهارشنبې ورځې خبرې به په شیکاګو ښار کي د ناټو د می میاشتې د سرمشریزې له تیاریو سره مرسته وکړي.

دواړو مشرانو ویلي دي، چې دوی به په افغانستان کې له برتانوي او امریکایي پوځیانو څخه افغانانو ته د مسوولیتونو د انتقال په ګډون، له افغان امنیتي ځواکونو سره د مرستې پر لارو چارو خبرې وکړي.

دوی همداراز ډاډ څرګند کړ، چې افغانستان به بیا د القاعده شبکې د وسله والو پر ځاله نه بدلیږي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewo8x.jh8fpi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته