کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په شوراب هوايي ډګر کې د هلمند له والي سره وکتل

افغان غږ آژانس(آوا) , 24 حوت 1390 ساعت 15:10

د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی او په خپل دې سفر کې به د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر نورو چارواکو سره هم خبرې وکړي.


د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا نن له غرمې مخکې د دغه ولایت په شوراب هوایي ډګر کې د هلمند له والي ګلاب منګل سره وکتل.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل، تراوسه نه ده معلومه چې دواړو لوریو په کومو مسایلو خبرې کړي.

راپورونه وایي، چې د امریکا د دفاع وزیر لیون پنیټا په دوه ورځني سفر افغانستان ته راغلی او په خپل دې سفر کې به د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر نورو چارواکو سره هم خبرې وکړي.

پنیټا به له افغان چارواکو او امریکایي عسکرو سره د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ د تیرې یکشنبې د پيښې په اړه هم خبرې وکړي؛ چې په نتیجه کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون شپاړس ملکیان ووژل شول.

افغان چارواکي دغې پیښې ډېر په غصه کړي او غوښتنه کوي، چې دغه امریکایی عسکر باید په افغانستان کې محاکمه شي.


د مطلب کود: 37987

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/37987/د-امریکا-دفاع-وزیر-لیون-پنیټا-په-شوراب-هوايي-ډګر-کې-هلمند-له-والي-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com