کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ترکمنستان کې توپانونو افغانستان ته د راغلې برېښنا څو ستنې چپه کړي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 27 حوت 1390 ساعت 18:03

دغه ستني د ترکمنستان په مروي سیمه کې د سختو توپانونو له امله چپه شوي او پر فریاب، جوزجان او سرپل برېښنا بنده شوې ده.


د راپورنو له مخې د ترکمنستان په سرحدونو کې د برېښنا د ستنو د چپه کېدو له امله د افغانستان پر څو ولایتونو برېښنا بنده شوې ده.

له شبرغان څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې دغه ستني د ترکمنستان په مروي سیمه کې د سختو توپانونو له امله چپه شوي او پر فریاب، جوزجان او سرپل برېښنا بنده شوې ده.

په همدې حال کې د جوزجان د برېښنا رییس غلام سخي وايي، چې د دې ستنو د بېرته جوړولو لپاره یې کار پیل کړی.

افغانستان په وروستیو څو کلونو کې هیواد ته د برېښنا راوستلو په هدف د ترکمنستان په ګډون له ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو هم برېښنا راوستلې ده.


د مطلب کود: 38120

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38120/په-ترکمنستان-کې-توپانونو-افغانستان-ته-د-راغلې-برېښنا-څو-ستنې-چپه-کړي-دي

آوا
  https://www.avapress.com