دخپریدو نیټه :شنبه ۲۷ حوت ۱۳۹۰ ساعت ۱۸:۰۳
د مطلب کود : 38120
په ترکمنستان کې توپانونو افغانستان ته د راغلې برېښنا څو ستنې چپه کړي دي
دغه ستني د ترکمنستان په مروي سیمه کې د سختو توپانونو له امله چپه شوي او پر فریاب، جوزجان او سرپل برېښنا بنده شوې ده.
د راپورنو له مخې د ترکمنستان په سرحدونو کې د برېښنا د ستنو د چپه کېدو له امله د افغانستان پر څو ولایتونو برېښنا بنده شوې ده.

له شبرغان څخه د ازادۍ راډیو خبریال وايي، چې دغه ستني د ترکمنستان په مروي سیمه کې د سختو توپانونو له امله چپه شوي او پر فریاب، جوزجان او سرپل برېښنا بنده شوې ده.

په همدې حال کې د جوزجان د برېښنا رییس غلام سخي وايي، چې د دې ستنو د بېرته جوړولو لپاره یې کار پیل کړی.

افغانستان په وروستیو څو کلونو کې هیواد ته د برېښنا راوستلو په هدف د ترکمنستان په ګډون له ځینو نورو ګاونډیو هیوادونو هم برېښنا راوستلې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8bf.rhbw5p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته