کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان ولسمشر به له تاجک او ایراني ولسمشرانو سره د نوروز جشن ولمانځي

افغان غږ آژانس(آوا) , 6 حمل 1391 ساعت 9:44

کرزي د تاجکستان د درې ورځني سفر په لړ کې د ريکا يا د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په پنځم کنفرانس کې هم ګډون کوي.


د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په تاجکستان کې دی چې په څو غونډو کې د ګډون ترڅنګ له تاجک او ايراني ولسمشرانو سره د نوروز جشن ولمانځي.

کرزي د تاجکستان د درې ورځني سفر په لړ کې د ريکا يا د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو په پنځم کنفرانس کې هم ګډون کوي.

د افغانستان د ولسمشر د دې سفر په مهالوېش کې د افغانستان، تاجکستان، ايران او پاکستان په څلور اړخيزه غونډه کې ګډون هم شامل دي.

په دې غونډه کې د څلورو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي او سياسي اړيکو او د هغو د پراختيا پرلارو چارو خبرې کېږي.


د مطلب کود: 38421

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/38421/افغان-ولسمشر-له-تاجک-او-ایراني-ولسمشرانو-سره-د-نوروز-جشن-ولمانځي

آوا
  https://www.avapress.com