کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له عربي متحده اماراتو څخه کابل ته راوسېده

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 حمل 1391 ساعت 15:18

دوی به د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره، چې په سریلنکا کې جوړیږي، د اقلیم او نورو مسایلو په پام کې ساتلو سره تیاری ونیسي.


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله شل اوریزو نړیوالو لوبو ته له لار موندلو وروسته غواړي، چې دغو نړیوالو سیالیو ته ښه تیاری ونیسي.

د کرکټ ملي لوبډله په متحده عربي اماراتو کې د کرکټ انټرکانټیننټل او شل اوریزو نړیوالو لوبو ته د لار موندلو په سیالیو کې له ګډون وروسته د شنبې په ورځ کابل ته را ورسېده.

د کرکټ د ملي لوبډلي کپټان نوروز منګل له رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی به د شل اوریزو نړیوالو لوبو لپاره، چې په سریلنکا کې جوړیږي، د اقلیم او نورو مسایلو په پام کې ساتلو سره تیاری ونیسي.


د مطلب کود: 39330

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39330/د-افغانستان-کرکټ-ملي-لوبډله-نن-له-عربي-متحده-اماراتو-څخه-کابل-ته-راوسېده

آوا
  https://www.avapress.com