کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ننګرهار پوهنتون محصلینو د یو محصل د نیول کېدو پر غبرګون مظاهره وکړه

افغان غږ آژانس(آوا) , 27 حمل 1391 ساعت 15:21

د دې پوهنتون یوتن محصل تیره شپه د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی او ترڅو چې بیرته خوشې نشي دوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکړي.


په جلال آباد ښارکې نن د ښوونې او روزنې د پوهنتون لسګونو محصلینود یوه محصل د نیول کیدو له امله مظاهره کړې.

دوی وایی چې د دې پوهنتون یوتن محصل تیره شپه د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی او ترڅو چې بیرته خوشې نشي دوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکړي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي آزادي راډیو ته وویل، چې له دې محصل څخه تحقیقات پیل شوي او باید چې نور محصلان له زغم څخه کار واخلي او خپله مظاهره پای ته ورسوي.

په عین حال کې د ننګرهار د امنیت آمر عبادالله تلوار وایي، چې نن سهار د دې ولایت یو قاضي چې ښیوې ولسوالۍ څخه جلال آباد ښارته روان وو،په لاره کې د نا معلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دی.


د مطلب کود: 39911

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/39911/د-ننګرهار-پوهنتون-محصلینو-یو-محصل-نیول-کېدو-پر-غبرګون-مظاهره-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com