دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۷ حمل ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۲۱
د مطلب کود : 39911
د ننګرهار پوهنتون محصلینو د یو محصل د نیول کېدو پر غبرګون مظاهره وکړه
د دې پوهنتون یوتن محصل تیره شپه د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی او ترڅو چې بیرته خوشې نشي دوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکړي.
په جلال آباد ښارکې نن د ښوونې او روزنې د پوهنتون لسګونو محصلینود یوه محصل د نیول کیدو له امله مظاهره کړې.

دوی وایی چې د دې پوهنتون یوتن محصل تیره شپه د افغان ځواکونو لخوا نیول شوی او ترڅو چې بیرته خوشې نشي دوی به خپلې مظاهرې ته دوام ورکړي.

د ننګرهار د والي ویاند احمد ضیا عبدالزي آزادي راډیو ته وویل، چې له دې محصل څخه تحقیقات پیل شوي او باید چې نور محصلان له زغم څخه کار واخلي او خپله مظاهره پای ته ورسوي.

په عین حال کې د ننګرهار د امنیت آمر عبادالله تلوار وایي، چې نن سهار د دې ولایت یو قاضي چې ښیوې ولسوالۍ څخه جلال آباد ښارته روان وو،په لاره کې د نا معلومو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوي دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6one.49no61xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته