کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ناټو: چین او روسیه دې له افغان ځواکونو سره د ۲۰۱۴نه وروسته مرسته وکړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 ثور 1391 ساعت 8:20

له افغانستانه به د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو لګښت شاوخوا څلور میلیارډه ډالر وي، امریکا غواړي چې یو اعشاریه درې میلیارډه ورکړي او د ناټو نور غړي هېوادونه باید د دې مصاروفو نوره برخه تیاره کړي.


د ناټو عمومي منشي له چین او روسیې وغوښتل، چې د افغانستان له ځواکونو سره تر دوه زره څوارلسم کال وروسته مرسته وکړي.

ټاکل شوې ده، چې د ناټو محارب پوځیان د دوه زره څوارلسم کال تر پایه له افغانستانه ووځي.

اندرس فوګ راسموسن پرون په بروکسل کې وویل، له افغانستانه به د ناټو د سرتیرو تر وتلو وروسته د افغان ځواکونو لګښت شاوخوا څلور میلیارډه ډالر وي، امریکا غواړي چې یو اعشاریه درې میلیارډه ورکړي او د ناټو نور غړي هېوادونه باید د دې مصاروفو نوره برخه تیاره کړي.

تر اوسه یوازې بریتانیا منلې ده، چې د کال به یوسل او لس میلیونه ډالر ورکوي.

راسموسن خبریالانو ته وویل، ناټو د روسیې، چین او نورو هېوادو د مرستو هرکلۍ کوي چې له افغان ځواکونو سره یې کوي.


د مطلب کود: 40334

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40334/ناټو-چین-او-روسیه-دې-له-افغان-ځواکونو-سره-د-۲۰۱۴نه-وروسته-مرسته-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com