کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملی پولیسو ځواکونو یواندازه درانه جنګې مهمات او مخدره توکې کشف اوضبط کړل

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 ثور 1391 ساعت 11:15

په یادو عملیاتوکې د ملی پولیسو ۶ کیلوګرامه نشه یی توکې او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرسو تخم کشف اوضبط کړی دي.


په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملی پوځ ، ملی امنیت او ایتلافي ځواکونو د منسوبینو د دوو ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دکابل او بلخ ولایتونو په اړوندوسیمو کې ترسره کړل ، په ترڅ کې ئی ۹ ډزه د درنو وسلو مرمې او یومیل وسله چې د طالب ترهګرو له لوری د ورانکارو کړنو د ترسره کولو په موخه ځاي پرځاي شوی وو کشف اولاسته راوړی دي .

په یادو عملیاتوکې د ملی پولیسو ۶ کیلوګرامه نشه یی توکې او ۱۵۰ کیلوګرامه د چرسو تخم کشف اوضبط کړی دي.


همدا رازد تخار ولایت ملي پولیسو تېره ورځ ۶ کړی د پرسونل ضد ماینونه چې دطالب ترهګرو لخوا د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د یاد ولایت په اړوندو سیمو کې ځاې پر ځاې شوي وو کشف او شنډکړل.


د مطلب کود: 40356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40356/د-ملی-پولیسو-ځواکونو-یواندازه-درانه-جنګې-مهمات-او-مخدره-توکې-کشف-اوضبط-کړل

آوا
  https://www.avapress.com