کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کاپیسا کې یو تړل شوی ښوونځی د قومي مشرانو په مرستې بیا پرانیستل شو

افغان غږ آژانس(آوا) , 2 ثور 1391 ساعت 13:05

دا ښوونځی چې نږدې پنځه سوه زده کوونکي لري له یوه کال راهیسې د امنیتي ستونزو له امله تړلی و.


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د قومي مشرانو په همکارۍ یې د کاپیسا په تګاب ولسوالۍ کې یو ښوونځی بیا پرانست

د کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ښوونځی چې نږدې پنځه سوه زده کوونکي لري له یوه کال راهیسې د امنیتي ستونزو له امله تړلی و.

په اعلامیه کې زیاته شوې، چې د دغه ښوونځي په پرانستلو کې قومي مشرانو همکاري کړې ده.

د رپوټونو له مخې دا مهال په ټول افغانستان په تېره بیا جنوبي ولایتونو کې د امنیتي ستونزو له امله په سلګونو ښوونځي تړلي د ي.


د مطلب کود: 40361

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40361/په-کاپیسا-کې-یو-تړل-شوی-ښوونځی-د-قومي-مشرانو-مرستې-بیا-پرانیستل-شو

آوا
  https://www.avapress.com