کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغان او ایرانیو چارواکو له چابهار ازاد بندره د ګټې اخیستنې تفاهم لیک لاسلیک کړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 13 ثور 1391 ساعت 14:55

دغه تفاهم لیک نن د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر انوارالحق احدي او د ایران د چابهار سمندري بندر د مسئول شهباز یزداني ترمنځ چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لاسلیک شو.


افغان او ایرانیو چارواکو د ایران له چابهار ازاد بندر څخه د افغانستان د ګټې اخیستنې تفاهم لیک لاسلیک کړ.

دغه تفاهم لیک نن د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر انوارالحق احدي او د ایران د چابهار سمندري بندر د مسئول شهباز یزداني ترمنځ چې د یوه پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلی، لاسلیک شو، ښاغلي احدي وویل:

"د دې تفاهم لیک له مخې زموږ متشبثین کولای شي چې خپل سوداګریز او ترانزیتي فعالیتونه پیل کړي، موږ هغو ته چې جدي پانګوه وال دي، د معرفۍ پاڼې ورکوو تر څو وکولای شي هلته خپل تاسیسات جوړ کړي."

افغان چارواکي او سوداګر د چابهار بندر ته د افغانستان د سوداګرۍ لپاره د یوې نوې بین المللي ترانزیتي لارې په توګه ګوري.


د مطلب کود: 40970

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/40970/افغان-او-ایرانیو-چارواکو-له-چابهار-ازاد-بندره-د-ګټې-اخیستنې-تفاهم-لیک-لاسلیک-کړ

آوا
  https://www.avapress.com