کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فاریاب په غورماچ کې د ماین چاودنې ۷تنه ووژل او ۸نور يي ټپیان کړل

افغان غږ آژانس(آوا) , 25 ثور 1391 ساعت 16:07

ماین د یوه درملتون شاته ځای پرځآی شوی وو چې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورکړل شوه.


د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، چې نن په غورماچ ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې ۷ کسان ووژل او ۸ نور یې ټپيان کړل.

د دغه ولایت د امنیې قومندان عبدالخالق اقسای ازادۍ راډیو ته وویل، چې په وژل شوېو کسانو کې د فاریاب د ولایتي شورا غړی امان الله شهاب زی هم شامل دی.

ښاغلی اقسای زیاتوي، چې ماین د یوه درملتون شاته ځای پرځآی شوی وو چې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورکړل شوه.

بل لور ته افغان چارواکي وایي، د جوزجان د قوش تیپې ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو ټاکل شوی ولسوال قاری نصرت نیولی دی.

د سرپل د امنیې قومندانۍ سرپرست سید جهانګیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کس له خپل مالي مسول سره یوځای پرون د سرپل په شیرم سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.


د مطلب کود: 41311

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41311/د-فاریاب-په-غورماچ-کې-ماین-چاودنې-۷تنه-ووژل-او-۸نور-يي-ټپیان-کړل

آوا
  https://www.avapress.com