دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۰۷
د مطلب کود : 41311
د فاریاب په غورماچ کې د ماین چاودنې ۷تنه ووژل او ۸نور يي ټپیان کړل
ماین د یوه درملتون شاته ځای پرځآی شوی وو چې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورکړل شوه.
د فاریاب امنیتي چارواکي وایي، چې نن په غورماچ ولسوالۍ کې د ماین یوې چاودنې ۷ کسان ووژل او ۸ نور یې ټپيان کړل.

د دغه ولایت د امنیې قومندان عبدالخالق اقسای ازادۍ راډیو ته وویل، چې په وژل شوېو کسانو کې د فاریاب د ولایتي شورا غړی امان الله شهاب زی هم شامل دی.

ښاغلی اقسای زیاتوي، چې ماین د یوه درملتون شاته ځای پرځآی شوی وو چې د ریموټ کنټرول په وسیله چاودنه ورکړل شوه.

بل لور ته افغان چارواکي وایي، د جوزجان د قوش تیپې ولسوالۍ لپاره یې د طالبانو ټاکل شوی ولسوال قاری نصرت نیولی دی.

د سرپل د امنیې قومندانۍ سرپرست سید جهانګیر ازادۍ راډیو ته وویل، چې دغه کس له خپل مالي مسول سره یوځای پرون د سرپل په شیرم سیمه کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzxnk.23nzzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته