کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار کې دوه تنه ماین خښوونکي د خپل ماین په چاودنه کې ټپیان شوي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 26 ثور 1391 ساعت 14:03

دغه پیښه د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې شوی او ټپیان د افغان ځواکونو له خوا میرویس روغتون ته استول شوي دي.


له کندهار څخه راغلي رپوټه وایي، چې دوه تنه ماین خښوونکې چې غوښتل یي په جومات کې ماین خښ کړي د خپل ماین چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د کندهار له ولایت څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې دغه پیښه د پنجوايي ولسوالۍ په زنګ اباد سیمه کې شوی او ټپیان د افغان ځواکونو له خوا میرویس روغتون ته استول شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي، چې د وسله والو مخالفینو یو بل غړې هغه مهال ووژل شو، چې په ارغستان ولسوالۍ کې د افغان نړېوالو ځواکونو په ګډه ګزمه برید وکړ.

همدا راز په دې پیښه کې یو بل وسله وال له وسلې او یوې مخابرې سره نیول شوي دي.


د مطلب کود: 41364

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41364/په-کندهار-کې-دوه-تنه-ماین-خښوونکي-د-خپل-چاودنه-ټپیان-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com