کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د رسنیو د قانون پر نوې مسودې نیوکه کړې

افغان غږ آژانس(آوا) , 29 ثور 1391 ساعت 16:50

د رسنیو د قانون په نوې مسوده کې د خصوصي رسنیو د مالي سرچینو او منابعو په برخه کې باید څرګندې لارښوونې وای.


د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د رسنیو د قانون پر نوې مسوده انتقاد کړی.

په هغه اعلامیه کې چې دې ټولنې پرون رسنیو ته استولې د رسنیو د حکومتي شورا چې په اعلامیه کې له یوې نامریي امپراتورۍ سره ورته ښودل شوې پر زیاتو صلاحیتونو انتقاد شوی.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي دي، چې د رسنیو د قانون په نوې مسوده کې د خصوصي رسنیو د مالي سرچینو او منابعو په برخه کې باید څرګندې لارښوونې وای.

د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې همدا راز د دې مسودې په اړه د هېواد په کچه د پراخو بحثونو وړاندیز کړی.

د رسنیو د قانون مسوده د اروزنې او نظرغوښتنې په مقصد په دولتي رسنیو کې خپره شوې ده.


د مطلب کود: 41526

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/41526/د-خپلواکو-ژورنالیستانو-ټولنې-رسنیو-قانون-پر-نوې-مسودې-نیوکه-کړې

آوا
  https://www.avapress.com