دخپریدو نیټه :جمعه ۲۹ ثور ۱۳۹۱ ساعت ۱۶:۵۰
د مطلب کود : 41526
د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د رسنیو د قانون پر نوې مسودې نیوکه کړې
د رسنیو د قانون په نوې مسوده کې د خصوصي رسنیو د مالي سرچینو او منابعو په برخه کې باید څرګندې لارښوونې وای.
د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې د رسنیو د قانون پر نوې مسوده انتقاد کړی.

په هغه اعلامیه کې چې دې ټولنې پرون رسنیو ته استولې د رسنیو د حکومتي شورا چې په اعلامیه کې له یوې نامریي امپراتورۍ سره ورته ښودل شوې پر زیاتو صلاحیتونو انتقاد شوی.

په اعلامیه کې همدا راز ویل شوي دي، چې د رسنیو د قانون په نوې مسوده کې د خصوصي رسنیو د مالي سرچینو او منابعو په برخه کې باید څرګندې لارښوونې وای.

د خپلواکو ژورنالیستانو ټولنې همدا راز د دې مسودې په اړه د هېواد په کچه د پراخو بحثونو وړاندیز کړی.

د رسنیو د قانون مسوده د اروزنې او نظرغوښتنې په مقصد په دولتي رسنیو کې خپره شوې ده.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvtdj.w6dy0az,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته