کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لویه څارنوالۍ: د پاسپورټ ریاست مرستیال مو تر توقیف لاندې نیولې

افغان غږ آژانس(آوا) , 8 جوزا 1391 ساعت 14:55

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د پاسپورټ د ریاست مرستیال مولوي نبي بیان په وژنو او جنسي تیریو تورن کړې وو.


د افغانستان لویي څارنوالۍ وایي، چې د پاسپورټ ریاست مرستیال یي تر توقیف لاندې نیولې دې.

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د پاسپورټ د ریاست مرستیال مولوي نبي بیان په وژنو او جنسي تیریو تورن کړې وو.

د لویی څارنوالۍ د فساد پر ضد د مبارزې د پوځي څارنوالۍ مشر غلام دستګیر رنجبر ازادۍ راډیو ته وویل، چې مولوي بیان تیره شپه نهه بجې د لویی څارنوال په حکم نیول شوې دې.

مولوي بیان وروسته له هغې نیول شوې، چې د ملي امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې د ده د عدلي تعقیب غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 42116

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42116/لویه-څارنوالۍ-د-پاسپورټ-ریاست-مرستیال-مو-تر-توقیف-لاندې-نیولې

آوا
  https://www.avapress.com