دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 42116
لویه څارنوالۍ: د پاسپورټ ریاست مرستیال مو تر توقیف لاندې نیولې
د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د پاسپورټ د ریاست مرستیال مولوي نبي بیان په وژنو او جنسي تیریو تورن کړې وو.
د افغانستان لویي څارنوالۍ وایي، چې د پاسپورټ ریاست مرستیال یي تر توقیف لاندې نیولې دې.

د بدخشان ولایت یو شمېر اوسیدونکو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د پاسپورټ د ریاست مرستیال مولوي نبي بیان په وژنو او جنسي تیریو تورن کړې وو.

د لویی څارنوالۍ د فساد پر ضد د مبارزې د پوځي څارنوالۍ مشر غلام دستګیر رنجبر ازادۍ راډیو ته وویل، چې مولوي بیان تیره شپه نهه بجې د لویی څارنوال په حکم نیول شوې دې.

مولوي بیان وروسته له هغې نیول شوې، چې د ملي امنیت شورا په خپله وروستۍ غونډه کې د ده د عدلي تعقیب غوښتنه وکړه.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb08ba.rhb58p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته