دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 45353
لویه څارنوالۍ د ایسا د چارواکو د ډله یېزې استعفا د مسئلې په اړه څیړنې کوي
ټاکل شوې، چې د افغانستان لویه څارنوالۍ د پانګونې د ملاتړ ادارې ایسا د چارواکو د ډله یېزې استعفا د مسئلې په اړه تحقیقات وکړي.

د دولت د ریاست ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د کابینې په پرونۍ غونډه کې په دې اړه له بحثونو وروسته لویې څارنوالۍ ته دنده ورکړل شوه، چې په دې اړه څېړنې پیل کړي.

د ایسا ادارې شاوخوا اوو چارواکو تیره اونۍ د دې ادارې رییس په اداري فساد تورن کړ او خپلې استعفاوې یې اعلان کړې، خو د ایسا رییس پر ده لګیدلي تورونه رد کړي دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxxnk.23nmmdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته