کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

لویه څارنوالۍ د ایسا د چارواکو د ډله یېزې استعفا د مسئلې په اړه څیړنې کوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 27 سرطان 1391 ساعت 11:37


ټاکل شوې، چې د افغانستان لویه څارنوالۍ د پانګونې د ملاتړ ادارې ایسا د چارواکو د ډله یېزې استعفا د مسئلې په اړه تحقیقات وکړي.

د دولت د ریاست ویاند ایمل فیضي له ازادۍ راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د کابینې په پرونۍ غونډه کې په دې اړه له بحثونو وروسته لویې څارنوالۍ ته دنده ورکړل شوه، چې په دې اړه څېړنې پیل کړي.

د ایسا ادارې شاوخوا اوو چارواکو تیره اونۍ د دې ادارې رییس په اداري فساد تورن کړ او خپلې استعفاوې یې اعلان کړې، خو د ایسا رییس پر ده لګیدلي تورونه رد کړي دي.


د مطلب کود: 45353

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45353/لویه-څارنوالۍ-د-ایسا-چارواکو-ډله-یېزې-استعفا-مسئلې-په-اړه-څیړنې-کوي

آوا
  https://www.avapress.com