دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۲۵
د مطلب کود : 43776
لویه څارنوالۍ د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر د یوې نجلۍ د تښتولو په تور نیولی
د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې دا نجلۍ یوولس میاشتې مخکې لا درکه شوې وه او د کبیر رنجبر په کور کې پیدا شوې ده.
لویه څارنوالۍ وایي، چې د ولسي جرګې پخوانی غړی کبیر رنجبر یې د یوې نجلۍ د تښتولو او جنسي تیري په تور نیولی دی.

د لویې څارنوالۍ مرستیال رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې دا نجلۍ یوولس میاشتې مخکې لا درکه شوې وه او د کبیر رنجبر په کور کې پیدا شوې ده.

رحمت الله نظري څرګنده کړه، چې کبیر رنجبر دا مهال د څیړنو لپاره په توقیف کې دی.

ده وویل، که چیرې جرم پر کبیر رنجبر ثابت شي نو ښایي چې په اوږدمهاله بند محکوم شي.

کبیر رنجبر لا تر اوسه د دې تور په اړه څه نه دي ویلي.

سرچینه: ازادی رادیو
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcepf8e.jh8xfi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته