کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کونړ: په ګډو پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې یو مشر وژل شوی

افغان غږ آژانس(آوا) , 9 جوزا 1391 ساعت 14:02

د سعودي عربستان وګړي سخروالتایفي، چې د مشتاق او نسیم په نامه هم پیژندل کیده د القاعده د دویمې درجې مشر و.


افغان او ایتلافي ځواکونو تایید کړې، چې د تیرې یکشنبې په ورځ یې په کونړ کې د القاعده یو مهم مشر وژلی دی.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان وګړي سخروالتایفي، چې د مشتاق او نسیم په نامه هم پیژندل کیده د القاعده د دویمې درجې مشر و.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ده به د القاعده د مشرانو احکام انتقالول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې تګ راتګ راکاوه.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د القاعده دا مشر د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د ناټو په یوه هوایي حمله کې وژل شوي.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې حمله کې بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.


د مطلب کود: 42161

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42161/کونړ-په-ګډو-پوځي-عملیاتو-کې-د-القاعده-شبکې-یو-مشر-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com