دخپریدو نیټه :سه شنبه ۹ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 42161
کونړ: په ګډو پوځي عملیاتو کې د القاعده شبکې یو مشر وژل شوی
د سعودي عربستان وګړي سخروالتایفي، چې د مشتاق او نسیم په نامه هم پیژندل کیده د القاعده د دویمې درجې مشر و.
افغان او ایتلافي ځواکونو تایید کړې، چې د تیرې یکشنبې په ورځ یې په کونړ کې د القاعده یو مهم مشر وژلی دی.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د سعودي عربستان وګړي سخروالتایفي، چې د مشتاق او نسیم په نامه هم پیژندل کیده د القاعده د دویمې درجې مشر و.

په خبر پاڼه کې ویل شوي، چې ده به د القاعده د مشرانو احکام انتقالول او د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې تګ راتګ راکاوه.

په اعلامیه کې ویل شوي، چې د القاعده دا مشر د کونړ ولایت په وټه پور ولسوالۍ کې د ناټو په یوه هوایي حمله کې وژل شوي.

په خبر کې ویل شوي، چې په دې حمله کې بل چا ته کوم زیان نه دی اوښتی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb88ba.rhb50p3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته