دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۵ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۹:۲۲
د مطلب کود : 212080
کونړ کې د واورې پړانګانو بچي نیول شوي
د کونړ د والي مرستیال امریکا غږ ته تایید کړه چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د واورې پرانګونو یا (Snow leopard) دوه بچي د یوه شپون له خوا نیول شوي دي.

ګل محمد بیدار وویل چې د چاپېریال ساتنې د ادارې غړو په شمول د ولایت مقام له خوا یو پلاوی سیمې ته استول شوی تر څو دغه ژوي د شپون نه تسلیم شي.
هغه وویل کړه: "سیمې کې وسله وال فعال دي موږ د سیمې یو شمېر سپین ږیري هم ورلیږي تر څو دغه ژوي ورنه واخلي."
ښاغلي بیدار د پرانګونو د نیولو په اړه زیاته کړه: "له ځنګلونو نه دوه پرانګونه راکښته شوي و او د یوه شپون د رمې یو شمېر ژوي یې ښکار کړي و. له هغه وروسته د پرانګونو دوه بچي د یوه شپون له خوا نیول شوي."
د کنړ د والي مرستیال دا هم وویل چې د دغو ژوو صحي وضعیت نازک دی او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
دا په داسې حال کې ده چې د ټویټر یو شمېر کاروونکو په دې اړه ځینې عکسونه او ویډو خپره کړې ده خو تر اوسه نده تایید شوې چې دا ویډیو د دغو ژوو ده که نده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivrarut1azu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته