کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار: درې وسلوال مخالفین د خپلو مهماتو په چاودنه کې وژل شوي

افغان غږ آژانس(آوا) , 10 جوزا 1391 ساعت 16:54

چاودنه د کندهار ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د مخالفینو د وسلو په یوې ډیپو کې شوې ده.


د کندهار چارواکي وايي، چې د درې وسلوال مخالفین د خپلو مهماتو په چاودنه کې وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د کندهار ولایت مقام نن سهار په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې وویل، چې چاودنه د کندهار ښار د پنځمې ناحیې په مربوطاتو کې د مخالفینو د وسلو په یوې ډیپو کې شوې ده.

په اعلامیې کې راغلي، چې وسلوالو مخالفینو غوښتل ، له وسلوالو او مهماتو بار دوه زرنج موټر سایکلونه په ښار کې د خپلو اهدافو د په نښه کولو لپاره له ډیپو وباسي چې پرې وچاودیدل.

وسلوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه څه تبصره نه ده کړې.


د مطلب کود: 42250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42250/کندهار-درې-وسلوال-مخالفین-د-خپلو-مهماتو-په-چاودنه-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com