کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ایساف ځواکونو په خوست کې د حقاني ډلې یو مشر له څو ملګرو سره نیولی دی

افغان غږ آژانس(آوا) , 13 جوزا 1391 ساعت 16:49

د حقاني شبکې دې مشر په خوست کې د بهرنیو ځواکونو پر اډې د تیرې ورځې د ځان وژونکې حملې په پلانونو کې هم لاس درلود.


په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د حقاني ډلې یو مشر له څو نورو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.

د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي؛ چې د حقاني شبکې دې مشر په خوست کې د بهرنیو ځواکونو پر اډې د تیرې ورځې د ځان وژونکې حملې په پلانونو کې هم لاس درلود.

د خبر له مخې د حقاني شبکې د دې مشر د نیولو لپاره دا عملیات له افغان ځواکونو سره په ګډه شوي؛ خو د نیول شوي مشر هویت نه دی څرګند شوی.


د مطلب کود: 42408

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42408/ایساف-ځواکونو-په-خوست-کې-د-حقاني-ډلې-یو-مشر-له-څو-ملګرو-سره-نیولی-دی

آوا
  https://www.avapress.com