په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وایي، چې نن یې د خوست په صبریو ولسوالۍ کې د حقاني ډلې یو مشر له څو نورو ملګرو سره یو ځای نیولی دی.
د دغو ځواکونو له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې ویل شوي؛ چې د حقاني شبکې دې مشر په خوست کې د بهرنیو ځواکونو پر اډې د تیرې ورځې د ځان وژونکې حملې په پلانونو کې هم لاس درلود.
د خبر له مخې د حقاني شبکې د دې مشر د نیولو لپاره دا عملیات له افغان ځواکونو سره په ګډه شوي؛ خو د نیول شوي مشر هویت نه دی څرګند شوی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)