کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د نورستان په پنځو ولسوالیو کې د حج لپاره د نوم لیکنې پروسه نه عملي شوې

افغان غږ آژانس(آوا) , 16 جوزا 1391 ساعت 15:15

د حج او اوقافو وزارت د نورستان په مرکز او دوه ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر بشپړ کړي، چې دا د ټول نورستان استازیتوب نشي کولای.


د نورستان د پنځو ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې د حج د بهیر لپاره د نوم لیکنې پروسه نه ده عملي شوې.

د نورستان اوسیدونکي وایي، چې د حج او اوقافو وزارت د نورستان په مرکز او دوه ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر بشپړ کړي، چې دا د ټول نورستان استازیتوب نشي کولای.

دوی د حج او اوقافو وزارت څخه غواړي، چې دا بهیر یوځل بیا په دی ولایت کې پیل کړي.

که څه هم د حج او اوقافو وزارت چارواکو څه نه دي ویلي، خو په مشرانو جرګه کې د نورستان استازی حافظ عبدالقیوم ویلي، که چیرې چارواکي د خلکو غوښتنې په پام کی ونه نیسي نو د حج او اوقافو وزیر به د مشرانو جرګې غونډی ته ور وبولي.


د مطلب کود: 42554

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42554/د-نورستان-په-پنځو-ولسوالیو-کې-حج-لپاره-نوم-لیکنې-پروسه-نه-عملي-شوې

آوا
  https://www.avapress.com