دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۶ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 42554
د نورستان په پنځو ولسوالیو کې د حج لپاره د نوم لیکنې پروسه نه عملي شوې
د حج او اوقافو وزارت د نورستان په مرکز او دوه ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر بشپړ کړي، چې دا د ټول نورستان استازیتوب نشي کولای.
د نورستان د پنځو ولسوالیو اوسیدونکي شکایت کوي، چې د حج د بهیر لپاره د نوم لیکنې پروسه نه ده عملي شوې.

د نورستان اوسیدونکي وایي، چې د حج او اوقافو وزارت د نورستان په مرکز او دوه ولسوالیو کې د نوم لیکنې بهیر بشپړ کړي، چې دا د ټول نورستان استازیتوب نشي کولای.

دوی د حج او اوقافو وزارت څخه غواړي، چې دا بهیر یوځل بیا په دی ولایت کې پیل کړي.

که څه هم د حج او اوقافو وزارت چارواکو څه نه دي ویلي، خو په مشرانو جرګه کې د نورستان استازی حافظ عبدالقیوم ویلي، که چیرې چارواکي د خلکو غوښتنې په پام کی ونه نیسي نو د حج او اوقافو وزیر به د مشرانو جرګې غونډی ته ور وبولي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchkmnk.23nimdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته