کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان د شانګهای سازمان د څارونکي په توګه غړیتوب ترلاسه کړ

افغان غږ آژانس(آوا) , 20 جوزا 1391 ساعت 11:35

شانګهای سازمان په چین کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د څارونکي په توګه افغانستان ته د دې سازمان غړیتوب ورکړ.


افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي په توګه غړیتوب تر لاسه کړ. یو شمېر افغان کارپوهان له اقتصادي او سیاسي پلوه په شانګهای سازمان کې د څارونکي په توګه د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول، د دې هیواد لپاره یو مثبت پرمختګ بولي.

شانګهای سازمان په چین کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د څارونکي په توګه افغانستان ته د دې سازمان غړیتوب ورکړ.

جمهور رییس حامد کرزي د شانګهای سازمان غونډې ته په وینا کې تمه ښودلې چې هیواد یې په بشپړه توګه د دې سازمان غړی شي.

د شانګهای په سازمان کې روسیه، چین، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان غړیتوب لري.

سرچینه: ازادی رادیو



د مطلب کود: 42784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/42784/افغانستان-د-شانګهای-سازمان-څارونکي-په-توګه-غړیتوب-ترلاسه-کړ

آوا
  https://www.avapress.com