دخپریدو نیټه :شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۳۵
د مطلب کود : 42784
افغانستان د شانګهای سازمان د څارونکي په توګه غړیتوب ترلاسه کړ
شانګهای سازمان په چین کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د څارونکي په توګه افغانستان ته د دې سازمان غړیتوب ورکړ.
افغانستان د شانګهای په سازمان کې د څارونکي په توګه غړیتوب تر لاسه کړ. یو شمېر افغان کارپوهان له اقتصادي او سیاسي پلوه په شانګهای سازمان کې د څارونکي په توګه د افغانستان غړیتوب ترلاسه کول، د دې هیواد لپاره یو مثبت پرمختګ بولي.

شانګهای سازمان په چین کې په خپلې وروستۍ غونډه کې د څارونکي په توګه افغانستان ته د دې سازمان غړیتوب ورکړ.

جمهور رییس حامد کرزي د شانګهای سازمان غونډې ته په وینا کې تمه ښودلې چې هیواد یې په بشپړه توګه د دې سازمان غړی شي.

د شانګهای په سازمان کې روسیه، چین، تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ازبکستان غړیتوب لري.

سرچینه: ازادی رادیو


سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcc0mq0.2bqi48j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته