کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان دفاع وزارت د پاکستان وروستۍ ادعاوې رد کړې

افغان غږ آژانس(آوا) , 6 سرطان 1391 ساعت 10:24


د افغانستان د دفاع وزارت هغه ادعاوې بې اساسه ګڼلې دي، چې وايي پرون لس هاوو وسله وال طالبان له افغانستان څخه پاکستان ته تللي دي او د دوي پر پوځي پوستو يې حمله کړې ده .

پاکستاني چارواکي وايي، چې پرون تر ۱۰۰ زيات وسله وال د افغانستان له پولې ور اوښتي دي او د پوځ پر يوه پوسته يې وسله واله حمله کړې ده .

په دې حمله کې شپږ پاکستاني عسکر وژل شوي دي.

د پوځ چارواکو ويلي، چې لږترلږه ۱۱ حمله کونکي هم په متقابلو ډزو کې وژل شوي دي.

د ملي دفاع د وزارت وياند جنرال محمد ظاهر عظيمي نن ازادي راډيو ته وويل ، چې د پاکستان له لوري دا ادعا حقيقت نه لري.


د مطلب کود: 43920

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/43920/د-افغانستان-دفاع-وزارت-پاکستان-وروستۍ-ادعاوې-رد-کړې

آوا
  https://www.avapress.com