کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په نا اعلان شوې سفر کابل ته ورسیده

افغان غږ آژانس(آوا) , 17 سرطان 1391 ساعت 9:19

هیلري کلنټن د افغانستان په اړه د توکیو تر کنفرانس یوه ورځ مخکې کابل ته رسیدلې ده. رپوټونه وایي چې میرمن کلنټن به له ولسمشر حامد کرزي سره وویني.


د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن په نا اعلان شوې سفر کابل ته ورسیده.

هیلري کلنټن د افغانستان په اړه د توکیو تر کنفرانس یوه ورځ مخکې کابل ته رسیدلې ده. رپوټونه وایي چې میرمن کلنټن به له ولسمشر حامد کرزي سره وویني.

د توکیو په کنفرانس کې چې سبا پیلیږي د نړۍ تر اویا د ډيرو هېوادو او نړېوالو موسسو استازي ګډون کوي.

افغانستان هیله لري چې د توکیو په غونډه کې نړېوال له دوه زره پنځلسم میلادي کال وروسته د لسو کلونو په مخه هر کال نژدې څلور میلیارډه ډالر مرستې له افغانستان سره وکړي.


د مطلب کود: 44637

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44637/د-امریکا-بهرنیو-چارو-وزیره-هیلري-کلنټن-په-نا-اعلان-شوې-سفر-کابل-ته-ورسیده

آوا
  https://www.avapress.com