کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

موسی زی: د نړېوالو مرستو د ښه لګولو لپاره د حساب ورکولو یو میکانیزم رامنځته شوی

افغان غږ آژانس(آوا) , 18 سرطان 1391 ساعت 14:51

نړېوالې ټولنې له افغانستان سره د پام وړ ژمنې وکړې او له دې سره به په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي.


د توکیو د کنفرانس په پای کې د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د نړېوالو مرستو د ښه لګولو لپاره د ګډې څارنې او حساب ورکولو یو میکانیزم رامنځ ته شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې نړېوالې ټولنې له افغانستان سره د پام وړ ژمنې وکړې او له دې سره به په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي.

ده څرګنده کړه، چې هم افغانستان او هم نړېوالې ټولنې ټینګار کړی چې باید د مرستو د لګولو په اړه ښه حساب ورکونه موجوده وي.

د افغانستان په اړه د توکیو یو ورځنی کنفرانس چې د کابو اویا هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو پکې برخه اخیستې وه پای ته ورسیده خو په توکیو کې د بیلا بیلو هیوادونو له استازوسره د افغان چارواکو لیده کاته دوام لري.


د مطلب کود: 44741

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44741/موسی-زی-د-نړېوالو-مرستو-ښه-لګولو-لپاره-حساب-ورکولو-یو-میکانیزم-رامنځته-شوی

آوا
  https://www.avapress.com