دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۸ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 44741
موسی زی: د نړېوالو مرستو د ښه لګولو لپاره د حساب ورکولو یو میکانیزم رامنځته شوی
نړېوالې ټولنې له افغانستان سره د پام وړ ژمنې وکړې او له دې سره به په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي.
د توکیو د کنفرانس په پای کې د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د نړېوالو مرستو د ښه لګولو لپاره د ګډې څارنې او حساب ورکولو یو میکانیزم رامنځ ته شوی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې نړېوالې ټولنې له افغانستان سره د پام وړ ژمنې وکړې او له دې سره به په افغانستان کې د پام وړ پرمختګ رامنځ ته شي.

ده څرګنده کړه، چې هم افغانستان او هم نړېوالې ټولنې ټینګار کړی چې باید د مرستو د لګولو په اړه ښه حساب ورکونه موجوده وي.

د افغانستان په اړه د توکیو یو ورځنی کنفرانس چې د کابو اویا هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازو پکې برخه اخیستې وه پای ته ورسیده خو په توکیو کې د بیلا بیلو هیوادونو له استازوسره د افغان چارواکو لیده کاته دوام لري.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchzqnk.23nkkdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته