دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۱ ساعت ۱۹:۲۰
د مطلب کود : 59817
موسی زی: د اشرفي خبرې سیاسي او د خندا وړ دي

افغان حکومت د پاکستان د علماوو شورا د رییس وروستۍ څرګندونې غیرمسوولانه او له خندا ډکې بولي.
د پاکستان د علماوو شورا رییس له رسنیو سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي؛ چې افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی او ځان وژونکې حملې په پاکستان کې نا روا خو په افغانستان کې روا دي.
د پاکستان د علماوو شورا د رییس د تازه څرګندونو پر وړاندې د افغانستان د علماوو د شورا له تند غبرګون نه وروسته د دې هیواد د بهرنیو چارو وزارت هم دا ډول څرګندونې بې اساسه او سیاسي بولي.
د پاکستان د علماوو شورا رییس طاهر اشرفي په تازه څرګندونوکې رسنیو ته ویلي؛ چې ځان وژونکې حملې په افغانستان کې روا خو په پاکستان کې نا روا دي. 
افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د یکشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل؛ چې د سعودي عربستان د لوی مفتي په ګډون د ډیرو اسلامي هیوادونو دیني علماوو ځان وژونکې حملې حرامې بللي دي.

ښاغلي موسی زي ټینګار وکړ، چې دا ډول غیرمسوولانه څرګندونې په سیمه کې د امنیت او ثبات په ګټه نه دي:

"هغه څرګندونې چې یوه تن د دین د عالم ترعنوان لاندې په پاکستان کې کړي د افغانستان حکومت یې په بشپړ ډول ردوي.

دا غیر مسوولانه څرګندونې چې شوی یو سیاسي عمل او له خندا ډکې څرګندونې دي.

دا په هیڅ صورت د سولې او ثبات او د دواړو هیوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په ګټه نه دي."

د افغانستان د علماوو شورا هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پاکستان د علماوو شورا د رییس طاهر اشرفي څرګندونې په جدي ډول غندلي او هغه یې د اسلام د دین له احکاموسره په ټکرکې بللي دي.
په دې اعلامیه کې راغلي، چې د علامه اشرفي خبرې سیاسي او استخباراتي تبلیغ دی او نه یوازې چې ستونزې نه هواروي بلکې د مسلمانانو ترمنځ فتنه نوره هم زیاتوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي د طاهر اشرفي هغه څرګندونې؛ چې وایي، افغانستان د امریکا له خوا اشغال شوی هم رد کړې او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان بشپړه خپلواکي او حاکمیت لري:

"افغانستان یو خپلواک هیواد او د ملي حاکمیت لرونکی دی، سره له دې چې په دې هیواد کې په تیرو یوولسو کلونو کې د څه باندې پنځوسو هیوادونو ځواکونه حضور لري؛ افغان حکومت خپله خپلواکي او ملي حاکمیت په ټولو مواردوکې ساتلی دی.
افغان حکومت هم په هغو مسایلو کې چې کورنۍ پالیسۍ بلل کیږي او هم په خپل بهرني سیاست کې بشپړه خپلواکي لري.

موږ له خپلو نړیوالو ملګرو سره د هغو تروریستانو پرضد اوږه په اوږه مبارزه هم کړې چې د افغانستان له پولو څخه بهر ریښې لري."

یوشمیر افغان سیاسي څیړونکو هم له آزادي راډیو سره په خبرو کې ویلي؛ چې د افغانستان په اړه د پاکستان د علماوو شورا رییس دا څرګندونې د هغه هیواد د حکومت اواستخباراتي شبکې په لارښوونه کړي.
د پاکستان د علماوو شورا د رییس دا ډول څرګندونې په افغانستان کې عام خلک هم په غصه کړي او سیاسي کتونکي وایي؛ چې دا به د دواړو هیوادونو په اړیکو هم منفي اغیز پرې باسي.
 سرچینه: ازادی رادیو 

https://avapress.com/vdchq6nm.23nwzdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته