دخپریدو نیټه :يکشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۰ ساعت ۲۲:۰۲
د مطلب کود : 36398
موسی زی:ډیر ژر به د افغانستان او امریکا ترمنځ ستراتیژیک سند لاسلیک شي
تر اوسه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه څو ځلي خبرې شوي، خو لا هم د بهرنیو ځواکونو له خوا په دې هېواد کې د شپې له خوا خپل سره عملیات او ځینې نور هغه مسایل دي چې دواړه خواوې پرې سلا شوي نه دی.
د بهرنیو چارو وزارت تمه لري، چې ډیر ژر د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک شي.

د دې وزارت ویاند جانان موسي زي نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې دا مهال د دواړو خواوو ترمنځ په کابل کې په دې اړه خبرې روانې دي.

تر اوسه د افغانستان او امریکا ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو د سند په اړه څو ځلي خبرې شوي، خو لا هم د بهرنیو ځواکونو له خوا په دې هېواد کې د شپې له خوا خپل سره عملیات او ځینې نور هغه مسایل دي چې دواړه خواوې پرې سلا شوي نه دی.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcg7w9w.ak93y4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته