دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۲۸
د مطلب کود : 83402
موسی زی: په هرات کې د عربي هېوادونو د اتباعو د ښکار په اړه څیړنې کوو
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې؛ په هرات ولایت کې د عربي هېوادونو د اتباعو د ښکار په اړه څیړنې کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسی زي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، د بهرنیو اتباعو دښکار په دې اړه دوی ته هم راپورونه رسېدلي.
ښاغلي موسی زي هغه راپورنه په کلکه رد کړل چې؛ ګواکې د تېرو څو کلونو په اوږدو کې د عربي هېوادونو اتباعو په افغانستان کې د مرغانو ښکار کړی.
په هرات کې د مدني ټولنو یو شمېر فعالانو ادعا کړې چې؛ د اوبو او بریښنا د پخواني وزیر محمد اسمعیل په مرسته په لسګونو عرب او نور بهرنیان فراه ولایت د نادره مرغانو ښکار ته راغلي.
خو اسمعیل خان ته نږدې سرچینو دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، ځینې کړۍ هڅې کوي چې د اسمعیل خان پر ضد تبلیغات وکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcewe8v.jh8x7i6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته