دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ اسد ۱۳۹۱ ساعت ۱۸:۲۸
د مطلب کود : 46021
موسی زی: پاکستان افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې نه شړي
افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې ترمنځ موافقه شوې؛ چې افغان کډوال باید په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستاني چارواکو منلي، چې افغان کډوال به له خپلې خاورې په زوره نه باسي.

د دې وزارت ویاند جان موسی زي نن په کابل کې خبریالانوته وویل؛ چې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې ترمنځ موافقه شوې؛ چې افغان کډوال باید په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

تیره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستان به د روان میلادي کال ترپایه ټول افغان مهاجر له خپلې خاورې وباسي، دې راپورونو افغان حکومت او خلک سخت اندیښمن کړي وو.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6wny.49niu1xhk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته