دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۱۵
د مطلب کود : 83849
موسی زی: هیله ده د اسټانبول پروسه د پلان جوړونې له مرحلې څخه عملي مرحلې ته داخله شي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هیله ښیي چې؛ د اسټانبول پروسه له دې وروسته د پلان جوړونې له مرحلې څخه عملي مرحلې ته داخله شي.
د دغه وزارت ویاند جانان موسي زي نن خبریالانو ته ویلي چې؛ ټاکل شوې د اسټانبول پروسې یا د آسیا د زړه هېوادونو راتلونکې غونډه د روان ۲۰۱۴ کال په اګست کې په چین کې تر سره شي.
افغان چارواکي وایي، د دغو بحثونو د لړۍ د سرټکی د افغانستان او په ټوله کې د سیمي سوله او امنیت، د ټروریزم پر وړاندې د مبارزې همغږي د هېواد نو تر منځ د اقتصادي راکړي ورکړې په برخه کې همکاري او نور ورته مسایل دي.
ښاغلی موسی زی وایي، له شاوخوا دوو کلونو راهیسې چې د اسټانبول پروسه پیل شوې؛ اوس بحثونه او نظرونه پوخوالي ته رسېدلي؛ نو ځکه د دوی په خبره باید اوس د دغو بحثونو عملي چارې پیل شي.

افغان چارواکي هیله ښیي چې؛ چین وکولی شي، د دغو همکاریو د عملي کېدو په برخه کې موثره ونډه واخلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjhoeo.uqetxz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته