کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

موسی زی: پاکستان افغان کډوال په زوره له خپلې خاورې نه شړي

افغان غږ آژانس(آوا) , 8 اسد 1391 ساعت 18:28

افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې ترمنځ موافقه شوې؛ چې افغان کډوال باید په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.


د بهرنیو چارو وزارت وایي، پاکستاني چارواکو منلي، چې افغان کډوال به له خپلې خاورې په زوره نه باسي.

د دې وزارت ویاند جان موسی زي نن په کابل کې خبریالانوته وویل؛ چې د افغانستان، پاکستان او د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو د ادارې ترمنځ موافقه شوې؛ چې افغان کډوال باید په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.

تیره اونۍ داسې راپورونه خپاره شول، چې پاکستان به د روان میلادي کال ترپایه ټول افغان مهاجر له خپلې خاورې وباسي، دې راپورونو افغان حکومت او خلک سخت اندیښمن کړي وو.


د مطلب کود: 46021

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/46021/موسی-زی-پاکستان-افغان-کډوال-په-زوره-له-خپلې-خاورې-نه-شړي

آوا
  https://www.avapress.com