کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمند کې یوې بمي چاودنې دوه محلي پولیس او درې ملکیان وژلي دي

افغان غږ آژانس(آوا) , 19 سرطان 1391 ساعت 11:26


د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، تیرماښام د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په میرمنداب سیمه کې د موټرسایکل بم چاودنه وشوه؛ چې دوه محلي پولیس او درې ملکیان یې ووژل.

د دغه ولایت د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې چاودنه کې دوه پولیس او یوولس ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دغې پیښې مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې پنځلس محلي پولیس یې وژلې دي.


د مطلب کود: 44804

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/44804/په-هلمند-کې-یوې-بمي-چاودنې-دوه-محلي-پولیس-او-درې-ملکیان-وژلي-دي

آوا
  https://www.avapress.com