دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 44804
په هلمند کې یوې بمي چاودنې دوه محلي پولیس او درې ملکیان وژلي دي
د هلمند سیمه ییز چارواکي وایي، تیرماښام د دغه ولایت د ګرشک ولسوالۍ په میرمنداب سیمه کې د موټرسایکل بم چاودنه وشوه؛ چې دوه محلي پولیس او درې ملکیان یې ووژل.

د دغه ولایت د والي ویاند داوود احمدي ازادي راډیو ته وویل؛ چې په دې چاودنه کې دوه پولیس او یوولس ملکیان ټپیان شوي هم دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د دغې پیښې مسوولیت منلی او ادعا کوي، چې پنځلس محلي پولیس یې وژلې دي.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchk6nk.23nkvdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته