کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په بغلان کې یو پولیس د خپلې کورنۍ له څو غړو سره طالبانو سره په نښته کې وژل شوی

افغان غږ آژانس(آوا) , 23 سرطان 1391 ساعت 10:45

دا پوليس پرون د یوه کار لپاره د تنګي مرچ کلی ته تللی و، چې له طالبانو سره مخامخ او تر څو ساعته مقاومت وروسته ووژل شو.


افغان چارواکي وايي، د بغلان په بورکه ولسوالۍ کې یو پولیس له وسلوالو طالبانو سره له څو ساعته مقاومت وروسته د خپلې کورنۍ له څو غړیو سره وژل شوی دی.

د بورکې ولسوال معلم محمد رجب په دې اړه ازادۍ راډیو ته وویل، دا پوليس پرون د یوه کار لپاره د تنګي مرچ کلی ته تللی و، چې له طالبانو سره مخامخ او تر څو ساعته مقاومت وروسته ووژل شو.

د بورکې ولسوال ویلي، چې په دې نښته کې د دې پولیس یوه ځوانه لور او ځوان زوی هم وژل شوي دي.

ښاغلي رجب دا نه دي ویلي چې د پولیس له خوا له څو ساعته مقاومت سره سره ولې نوموړي ته مرستندوى امنیتي ځواک نه دی رسیدلی .

دا پېښه په داسې حال کې پېښېږي چې د بغلان په ولایتي شورا کې د بورکي د خلکو استازي قاري قدرت الله ویلي وسلوالو طالبانو دده پلار هم د څو ساعتونو لپاره برمته کړی و چې وروسته د سپین ږیرو په منځګړیتوب خوشې شو .


د مطلب کود: 45098

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/45098/په-بغلان-کې-یو-پولیس-د-خپلې-کورنۍ-له-څو-غړو-سره-طالبانو-نښته-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com